طالبان: تېرو اتو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۸

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغاستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه خپاره شوي راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په حواله ویلي، چې دغه شاوخوا ۹۰۰ زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د دغې شمېرې له ډلې له ترکیې څخه ۱۵زره، د پاکستانه ۸۸ زره او پاتې نور له ایرانه راستانه شوي دي.
نوموړی وایي، دغه کډوال د وري میاشتې له پیل څخه تر لړم میاشتۍ وروستۍ نېټې پورې هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي د ملي راډیو سره په خبرو کې نورو راستنېدونکو کسانو لپاره په سرحدي او فرضي دروازو کې د مرستو او اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کړی دی.
ورته مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له ایران او پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
په تېرو اونیو کې به له دواړو هېوادونو د ستنېدونکو کورنیو شمېر د ورځې تر ۳۰۰ پورې رسېده؛ خو له تېرو څو ورځو راهیسې دغه شمېره راټیټه شوې ده.
تر دې وړاندې (د لړم په ۱۵مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنو راپور خپور کړی و چې له مخې یې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.

نور خبرونه

رادیو