څېړنیز انسټیڼیوت: د قوش تېپې کانال ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمولی شي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

د هند د دفاعي څېړنو او شننو د انسټیڼوت د موندنو پر بنسټ یوه رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې د قوش تېپې کانال بشپړېدو سره به ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمه شي.

ترکمنستان او ازبکستان پر امو سیند د خپل انحصار له امله د دغې پروژې د بشپړېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هند څیړنیز انستیتوت په خپل نوي راپور کې لیکلي چې "د «د قوش تېپې» ننګونې خورا جدي دي، په داسې حال کې چې هېوادونه له قطعیت کار نه اخلي."

دغه راپور چې د بي بي سي نړيوال سرویس له خوا خپور شوی، د دغې پروژې د جوړولو د سرعت په اړه اندېښنې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دومره سترې پروژې د پلي کولو لپاره د کافي متخصصینو په اړه شکونه په ګوته کوي.

"له سرحدونو پرته سیندونه" په نوم د چاپیریال سازمان هم د سپوږمکۍ عکسونو پ تحلیلولو سره راپور ورکړی چې داسې ښکاري چې کانال پام وړ لیک شوی دی.

خو د دې پروژې مشر انجنير ذبيح الله اميري د امو سيند د کانال د اوبو د زيات مصرف په اړه اندېښنې بې بنسټه ګڼي.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ کولی شو ووایو چې دا کومه لویه ستونزه نه ده او دا به په نورو سیمو کې د اوبو د سرچینو په ثبات اغیز ونه کړي."

د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنه کولو په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.

د افغانستان مخکني حکومت د دې پروژې د څنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو طالبانو اوس په ویاړ سره دا خپلو لومړیتوبونو کې بللې او هیله لري چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.

د طالبانو د اټکل له مخې، د دغې پروژې پر جوړولو څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي او له بشپړېدو سره به یې د افغانستان د درېیو شمالي ولایتونو د اړتیا وړ تازه خوږې اوبه برابرې شي.

راپور زیاتوي، چې د اقلیمي بدلونونو او وروستیو وچکالیو له امله یې د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

طالبان وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به پنځه زره کیلومتره وچه ځمکه په حاصلخیزه ځمکه بدله شي.

دا ډله ادعا کوي چې دا اقدام کولی شي د سلګونو زرو خلکو د خوړو خوندیتوب او ژوند ښه کړي.

یوه کروندګر عبدالمبین د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل، که څه هم د کانال کار بشپړ شوی نه دی، خو د ځمکې له لارې د اوبو د را ایستلو له امله د کرنې لپاره کافي ځمکې خړوبېږي.

هغه وايي: "زه غواړم دلته د خپلې کورنۍ لپاره یو کور جوړ کړم، ځکه چې موږ به اوبه ولرو او په دې ځمکه کې به هر هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو و به یې کرو، د رومي څخه تر میوو او حتی د غوړو تخمونو پورې."

نور خبرونه

رادیو