د سالنګ لویه لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۰

‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

دغه لاره تېره ورځ د غرمې په ۱۲:۵۰ بجو د واورې ورېدو او د سخت توپان له امله تړل شوې وه.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د شپې په شاوخوا ۸ بجو د دغه وزارت د هڅو په پایله کې بېرته د ټرافیک لپاره خلاصه شوه.
هغه لیکلي، چې اوس‌مهال واوره درېدلې او اسمان هم ځای، ځای وریځ دی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له ټولو خلکو غوښتي، چې د ځان د خوندیتوب لپاره دې د سفر پر مهال په ټولو وسایلو سمبال اوسي.
د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې (د لېندۍ ۹مه نېټه) د سالنګونو په ګډون په ۲۴ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی و.

نور خبرونه

رادیو