د هواپوهنې اداره: په ۲۴ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۸

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې سبا (د لېندۍ ۹مه نېټه) په ۲۴ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، دایکندي، روزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۲۵) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د رالوتو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د چټکوالي کچه په ساعت کې (له ۵۰ تر ۷۰) کیلو مټر وي.
تر دې وړاندې هم تېره ورځ دغې ادارې په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو, واورې، تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.

نور خبرونه

رادیو