د استانه په غونډه کې د تاجکستان او افغانستان سرحدي امنیتي پلان ته بیا له سره کتنه کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د ګډ امنیتي تړون د سازمان سرمنشي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې افغانستان لا هم د دغه سازمان د غړو هېوادونو لپاره د جدي ننګونو او ګواښونو سرچینه ده.

ایمانقلي تسماګامبیتوف وویل، چې له تاجکستان سره د افغانستان د پولې امنیتي پلان به سبا د قزاقستان په غونډه کې وڅیړل شي.

د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي.
تسماګامبیتوف ټاس خبري اژانس ته وویل: «یو له مهمو اسنادو څخه چې د غور لپاره وړاندې کېږي د ټولیز امنیت تړون سازمان وړاندیز شوی پروګرام دی، چې د تاجکستان-افغانستان پولې پیاوړې کړي.»
نوموړي زیاته کړه: «افغانستان اوس هم د ډله ایز امنیت په وړاندې د جدي ننګونو او ګواښونو سرچینه ده او د وړاندیز شویو اقداماتو دا ټولګه د دې سازمان د غړو هېوادونو د ساتنې د کچې د لوړولو په موخه ده.»
د استانې په غونډه کې به د ډله ایز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو او د هغوي په پولو کې پوځي او سیاسي حالات څېړل کېږي.
دغه هېوادونه په دې لټه کې دي، چې د افغانستان پر پوله امنیتي کمربند جوړ کړي.
د دغه امنیتي کمربند یوه موخه د مخدره موادو د قاچاق او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ مخنیوی دی.
دا تګلاره په داسې حال کې پیل شوې، چې په دې وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان په پوله کې چینايي وګړي د وسله‌والو له‌خوا په نښه شوي دي.
په دغه برید کې لږ تر لږه یو چینایی وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.
ځینو سرچینو ویلي، چې برید کوونکي له افغانستانه راغلي او له برید وروسته بېرته خپلو پناه ځایونو ته تللي وو.
روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بېلاروس د امنیتي تړون د سازمان دایمي غړي دي.

نور خبرونه

رادیو