مسکو: په افغانستان کې ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ستر ګواښ دي

۲ ساعتونه مخکې

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې (اف اس بي) مشر وايي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دي.

الکساندر بورتنیکوف داعش خراسان او القاعدې ډلو ته اشاره وکړه او له ګواښونو سره یې د مقابلې لپاره د طالبانو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې د روسیې د امنیتي خدماتو مشر په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي سازمانونو د مشرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د ترهکریزو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "له داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو ډلې اقداماتو ته په پام سره، ښایي چې په دې برخه کې د افغان چارواکو (طالبانو) او استخباراتو سره رغنده تعامل او د ناقانونه وسلو او نشه یې توکو له قاچاق سره مبارزه وشي."

الکساندر بورتنیکوف د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه: «د بهرنیو هېوادونو امنیتي ځواکونه له نړۍوال ترهګرۍ په استفادې سره د نړۍ د بېلابېلو سیمو د ناامنه کولو هڅه کوي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې له ترهګرو سره پر مبارزې او د نشه يي توکو او وسلو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو کوله، د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ملا یعقوب او سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو له چارواکو سره جلا - جلا کتنې وکړې.

په دې وروستیو کې د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان عمومي منشي ایمانقلي تاسماګامبتوف اعلان وکړ، چې اوس هم په افغانستان کې د پام وړ شمېر ترهګرې ډلې شتون لري.

ایمانقلي تاسماګامبتوف په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره یوه جدي ستونزه وبلله.

په دې لړ کې هغه اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د ټینګولو پلان به د ۱۴۰۳ کال د اکټوبر په اتمه تصویب شي.

نور خبرونه

رادیو