سور صلیب: اقلیمي بدلون د افغانستان پر اقتصاد او د افغانانو پر ژوند ناڅرګنده اغېز پرې اېستی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۶

د سره صلیب نړۍواله کمیټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو کې مرسته او همکاري وکړي.

دغې ټولنې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزي په برخه کې یې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکو اوبو رسولو پروژې ډیزاین کړي او ځيني یې پلې کړې هم دي.

د سور صلیب نړۍواله ټولنه وايي، افغانستان اوس‌مهال د هغو لسو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي او داسې اټکل کېږي چې دغه ستونزه به د دغه هېواد پر چاپېریال، اقتصاد او خلکو نوره منفي اغېز هم پرې باسي.
دغې ټولنې د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اقلیمي بدلون د کارپوهانو په وینا، تمه کېږي چې د دغه هېواد کلنۍ منځنۍ تودوخه به تر ۲۰۵۰ کلونو پورې له ۱،۷ څخه ۱،۹ سانتي ګراډ څخه لوړه وي او په پایله کې به د هندوکش او پامیر غرونو لړۍ کې د واورو د کمېدو او د یخچالونو د ویلي کېدو له امله به د اوبو کمښت رامنځته شي.
سور صلیب ویلي، چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي، په مهمو زیربناوو کې کمې پانګونې او اقتصادي ننګونو د اقلیم د خطرونو له امله د مخ پر ودې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د هیواد ظرفیت کمزوری شوی دی.
یادې ټولنې د اقلیمي بدلون په اړه ملګرونو ملتونو د کنوانسیون په څېر کلیدي نړۍوالو فورمونو کې د افغانستان د کډون محدود کېدل د اقلیم نړۍوال مالي تمویل ته د لاسرسي د مخنیوي په اړه د سختي اندېښې په ښودلو سره ویلي، چې د اقلیم د بدلون مخ په زیاتېدونکي اغېزې د افغانستان دوامداره بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړې دي.
دغې ټولنې په خپل راپور کې ویلي، کرنه چې په افغانستان کې د ۸۰ سلنه افغانانو د ژوند لومړنۍ وسیله ده؛ خو سختو اقلیمي پېښو تر ټولو لوی زیان کرنې ور اړولی دی.
دوی زیاته کړې، چې وچکالۍ، غیر موسمي بارانونو او سېلابونو او د حاصلاتو کمښت د ۱۴ مېلیونه څخه زیات کسان د خوړو له کمښت سره مخ کړي دي.
سور صلیب ویلي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې اقتصاد زیانمن کړی، بې وزلي زیاته شوي او ډیر خلک یې له خپلو اصلي مېنو څخه کډوالۍ ته اړ کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د سره صلیب نړۍواله کمیټه هڅه کوي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو او د مرستې لپاره ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د سور صلیب مشره کاټرینا رټز وايي:« زموږ په هڅو کې هغه پروژې شاملې دي، چې موخه یې د اوبو د ښه مدیریت او د باثباته برېښنا رسولو له لارې د خلکو ملاتړ او د کرنې ساتنه ده. موږ د محافظتي، مخنیوي او ځواب ویونکو اقداماتو له لارې د چاپېریال او بشري ننګونو په بریالیتوب کې مرسته کوو.»
سور صلیب وايي، په ټول افغانستان کې د ټولنو لپاره د تلپاتي مثبت بدلون رامینځته کولو لپاره یې ځیني داسې پروژې ډیزاین او پلې کړې دي، چې د اقلیم د بدلون مخ په زیاتېدونکي خطرونو سره سمون لري.

نور خبرونه

رادیو