د امریکا کانګرس غړو د افغان پناه غوښتوونکو د منلو بهیر د ځنډ سملاسي لرې کولو غوښتنه وکړه

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا قانون جوړونکو د ډونالډ ټرمپ د پناه غوښتنې پروګرام د ځنډولو پر پریکړې سختې نیوکې کړې او د دې پرېکړې د سملاسي بیا کتنې غوښتنه یې وکړه.
دوی د دغه اقدام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، او ویې ویل چې دا په دې معنا ده چې ټرمپ به پخوانیو امریکایي همکارانو ته شا کړي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې جګپوړې غړې جین شاهین په دغه هیواد کې د پناه غوښتوونکو د منلو بهیر په ځنډ د ډونالډ ټرمپ د اجراییوي حکم په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
هغه په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د دغه حکم عملي کېدل د امریکا له لوري د هغو کسانو پر مخ د ګوزار په معنا دي چې مرستې ته اړتیا لري.
شاهین د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ځانګړې توګه پر افغان پناه غوښتوونکو د دغه فرمان د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وويل: «داسې راپورونه شته چې د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان پناه غوښتوونکو او هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره د مرستې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و، او مخکې یې په متحده ایالاتو کې د استوګنې جوازونه ترلاسه کړي وو، الوتنې یې لغوه شوې دي.»
هغه د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې پر دې پرېکړې له سره کتنه وکړي. نوموړي د امریکا پر اقتصاد د کډوالو د مثبتو اغیزو په دفاع کې وویل: «میشتو کډوالو زموږ د ټولنې په اقتصاد کې مهم رول لوبولی او په وروستیو کلونو کې یې د فدرالي ایالتونو اقتصاد ته نږدې ۱۲۴ میلیارده ډالره ګټه رسولې ده.»
جین شاهین د کډوالو، په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو قوي ملاتړی و.
د امریکا د استازو جرګې غړې، دینا ټایټس پر ټرمپ په نیکې سره وویل، «ټرمپ تازه د ۱۶۰۰ هغو افغانانو الوتنې لغوه کړې چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و او د طالبانو له غچ څخه د خلاصون لپاره یې پناه اخیستې وه. دغه خلک زموږ ملګري دي او ټرمپ دوی پریږدي.»
امریکايي رسنیو ویلي, چې د ټرمپ د اجراییوي فرمان په پایله کې یو شمېر هغو کسانو چې په متحده ایالاتو کې یې د پناه اخیستو حق ترلاسه کړی او د الوتنې په تمه وو، له بې برخلیکي سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې ځینو سرچینو ټینګار کړی چې د ټرمپ په پریکړه کې هغه کسان شامل نه دي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري. دغه پروګرام د کانګرس له خوا څارل کیږي او په دې اجراییوي حکم کې به شامل نه وي.

نور خبرونه

رادیو