صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۵

هغې وویل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د فکر په بدلولو سره به طالبان د ترهګرۍ نوی نسل رامنځته کړي چې په دې سره به د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

صبرینا ثاقب پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وکړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د یکشنبې په ورځ په کاناډا کې د هالیفیکس په نړۍوال امنیتي فورم کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مبارزه د نورو پېښو لکه د اوکراین د جګړې له امله درول شوې ده.

هغه خبرداری ورکړ: «ښوونځي تړل شوي او مدرسې پرانیستل شوې. طالبان زموږ د ماشومانو او هلکانو فکر بدلوي. نو له افغانستانه به د ترهګرۍ نوی نسل را منځته شي، چې نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښولی شي.»

صبرینا ثاقب چې د ښځو د حقونو یوه فعاله هم ده، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. هغې زیاته کړه، «طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره ښځې په کور کې بندیانې کړې دي.»

هغه د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د نومبر د ۲۵مې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړېږي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.

د هالیفیکس نړۍوال امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو او څیړونکو په ګډون د هالیفیکس په ښار کې جوړیږي.

نور خبرونه

رادیو