په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو ټولنې په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د دوحې تړون دې رسما لغوه کړي.
د دې تر څنګ، دوی د دغه تړون په لاسلیک کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
په شمالي امریکا او اروپا کې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې تړون د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو اساس ګڼل شوی.
دوی د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو جبر ته په اشارې سره وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
د دوی په وینا له افغانستانه څه باندې څلور زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ښځینه کارکوونکي او خبریالانې په کورنیو رسنیو کې په «خطرناک او کړکېچن چاپیریال» کې کار کوي.
دوی ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې د تړون پر لغوه کېدو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د دغه تړون لغوه کېدل به د یوه ډیموکراټیک او ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو لخوا د منلو زمینه برابرولی شي.
په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د کوم کس د نوم یادولو پرته له ټرمپ غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په دغه تړون کې ښکېل کسان نړیوالو محکمو ته ور وپېژني.
د دوحې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ ادارې او طالبانو تر منځ لاسلیک شو چې هدف یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وو.
دغه سند د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.
د دغه تړون تر لاسلیک مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ملا عبدالغني برادر سره وکتل او له هغه سره یې د لاس روغبړ هم وکړ.
د راپورونو له مخې ټرمپ په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر عبدالغني برادر سره د هوکړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې او ان پلان یې درلود چې هغه ته کمپ ډیویډ ته د ورتلو بلنه هم ورکړي.
په دوحه کې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او له افغان حکومت سره به د نوي حکومت د تشکیلاتو پر جوړولو کار وکړي.