د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت د یوه افغان په ګډون بیا په دغه هیواد کې د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور درې تنه په دار وځړول.
ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون سلګونه کسان اعدام کړي.
د ایران د بشري حقونو دغه سازمان وايي، چې ایراني حکومت یوازې په لړم میاشت کې ۱۴۶ تنه اعدام کړي دي. چې د هغوی د شمېرو له مخې د ورځې په منځنۍ کچه پنځه تنه په دار ځړول شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت یو افغان وګړی چې هویت یې نه دی یاد کړی، د دغه هیواد په قزلحصار زندان کې تېره ورځ یکشنبه اعدام کړی دی.
دغه سازمان وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ د (لیندۍ څلورمه) د دغه هیواد په قزلحصار زندان کې دوه تنه نور ایرانیان چې د نشهيي توکو د قاچاق تور پرې پورې و اعدام کړي.
د دغو بندیانو هویت حسین سوري او مسلم جعفري ښودل شوي.
تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.
د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.