روسیه وايي فرانسه به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي

۲ ورځې مخکې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، فرانسې اوکراین ته پر روسیې د برید کولو اجازه ورکړې چې دا به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي، اوکراین کولای شي پر روسیې د برید لپاره فرانسوي اوږد واټنه توغندي وکاروي.

د شنبې په ورځ، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین کولی شي د ځان د دفاع لپاره د روسیې په لور د فرانسوي اوږد واټن توغندي ور وتوغوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اوکراین متحدان هڅه کوي چې خپل دریځونه یو بل ته نږدې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ویلي، چې میرمن زاخارووا خبرداری ورکړی چې د فرانسې جواز «د اوکراین ملاتړ نه دی، بلکې د ویجاړولو لپاره دی.»

نور خبرونه

رادیو