پاړه چنار او چمن کې په دوو جلا پېښو کې دوه خبریالان وژل شوي دي

۳ ساعتونه مخکې

سیمه ییزې سرچیني وايي، په پاړه چنار کې د مساپرو پر موټر د ناڅرګندو وسله والو په برېد کې د جانان حسین په نوم یو خبریال هم وژل شوی.

همدارنګه د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتوخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین په نوم یو ځايي خبریال په ډزو وژل شوی.

له پاړه چنار څخه ځايي سرچیني وايي، د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په پاړه چنار سیمه کې د مساپرو پر یوه کاروان د ناڅرګند وسله والو په برید کې د جانان حسین په نوم یو ځايي خبریال هم وژل شوی.

په دغه پېښه کې د اتو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي.

د راپورنو له مخې، جانان حسین ۲۸ کلن و او د یوه خصوصي خبري چینل سره د خبریالی تر څنګ د پریس کلب د مرستیالۍ دنده یې هم په غاړه لرله.

د معلوماتو له مخې ښاغلی حسین تازه له مالیزیا څخه پيښور ته راستون شوی و او له پیښور څخه پاړه چنار ته پر لاره د مندوري چارخیل په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري د مساپرو پر موټریز کارران په برید کې ووژل شو.

د خېبرپښتونخوا د ایالتي حکومت وياند محمد علي سيف پاړه چنار ته د سفر په مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د خبريال جانان حسين د کورنۍ له غړو سره به مالي مرسته وکړي او د پاليسۍ له مخې به د نوموړي کورنۍ ته د شهید امتیازات ورکول کیږي.

د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین اڅکزي په نوم یو ځايي خبریال هم د ناپيژاندو وسله والو په ډوز وژل شوی.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي، چې د یادې پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې د عامو مساپرو پر موټریز کاروان د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ۴۵ کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، له یادې پيښې وروسته د سني او شیعه مذهبو تر منځ د پاړه چنار په بېلابېلو سیمو کې ډلیزې وسله والې نښتې رامنځته شوې او د ورستیو معلوماتو له مخې د پن شنبې ورځې راهیسي تردې مهاله په پاړه چنار کې ۷۵ کسان وژل شوي او ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو