رواداري: د زده‌کړو له حقه د ښځو او نجونو محرومیت ناوړه رواني، اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱

د ‏رواداري په نامه د بشري حقونو یو بنسټ موندنې ښیي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د زده‌کړو له حقه د ښځو او نجونو قصدي محرومیت ناوړه رواني، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري پایلې لري.

دغه بنسټ په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې پر زده‌کړو د لګول شوي بندیز له امله د اجباري او کم عمره ودونو په ګډون د کورني تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه هم زیات شوي دي.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د تعلیم له حقه د ښځو د محرومولو لپاره د طالبانو د سازمان شویو کړنو د بشري حقونو اړخونه تحلیل او ارزول شوي دي او همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړې امکانات یې څېړلي دي.
‏په دغه راپور کې راټول شوي مالومات د پوښتنلیکونو له لارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د قربانیانو او عیني شاهدانو په ګډون د بېلابېلو خلکو سره د شویو مرکو څخه اخیستل شوي دي.
‏د اوسني راپور د موندنو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د پوهنې د نظام د ایډیالوژیک کولو لپاره هدفي هڅې کړې او د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې یې بنسټیز بدلونونه راوستي دي.
‏راپور زیاتوي، چې په دې موده کې طالبانو د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونونو له نصاب او کتابتونونو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند موضوعات او مواد اېستي او لیک لوست او حرفوي زده‌کړو ته یې د معلولو نجونو لاسرسی محدود کړی دی.
راپور وړاندې کاږي، چې طالبان په مورنۍ ژبه، مذهب، کلتور او تاریخ کې د زده‌کوونکو او توکمیزو او مذهبي لږکیو زده‌کوونکو لپاره زده‌کړې محدودوي او ان د شیعه مذهبو ماشومانو د حنفي فقې زده کولو ته د هڅولو لپاره دیني ازموینې هم ترسره کوي.

نور خبرونه

رادیو