یو چینایي متشبث جسټین سن په نیویارک کې هغه کېله په ۶.۲ مېلیون ډالرو وپېرله، چې د یو هنري اثر په توګه د لیلام په توګه پر یو دیوال نښلول شوې وه.
ښاغلی سان وایي، هغه غواړي دغه کېله وخوري.
دغه اثر ایټالیایي هنرمند مایوریزیو کاتلان، جوړ کړی او لومړنۍ بیه یې د یو یا یونیم مېلیون ډالرو په شاوخوا کې ټاکل شوې وه.
ښاغلي سان لیکلي، چې دغه کېله یوازې یو هنري اثر نه دی: «دغه اثر د یو فرهنګي پدېدې ښکارندویي کوي، چې هنري نړۍ به د برېښنایي اسعارو له ټولنې سره ونښلوي. زه باور لرم چې دغه اثر به په راتلونکي کې د لا زیات فکر او بحث لپاره خلکو ته الهام وروبخښي او د تاریخ یوه برخه به وګرځي.»
دغه کېله له پلورلو څو ساعته وړاندې په منهتن کې له یو مېوه پلورونکي څخه په ۳۵ سینټه چې د ۲۳ افغانۍ کېږي، اخیستل شوې وه.