امریکا د حماس پر شپږو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

۲ ورځې مخکې

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د سې شنبه په ورځ د حماس په شپږو لوړپوړو چارواکو د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه بندیزونه د حماس د سیاسي دفتر د غړو «باسم نعیم» او «غازي حمد» په ګډون د دغې ډلې شپږ غړي په نښه کوي.

حماس د دې پرېکړې په غبرګون ویلي: «د امریکا د خزانه دارۍ وزارت نوملړ د غلطو او ناسمو څرګندونو پر بنسټ د یادې ډلې د مشرانو د تخریب په موخه جوړ شوی دی.»
حماس اسراییلي چارواکو ته په اشارې سره وویل، چې امریکا «د یرغلګرو مشرانو هغه جنایتونه چې زړه بوږنوونکي دي» له پامه غورځوي.
د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د اعلامیې له مخې، په دغو بندیزونو کې په بهر کې د حماس ډلې استازي، د حماس د پوځي برخې لوړپوړی غړی او هغه کسان چې غزې ته یې د وسلو قاچاق او مالي مرستې ټولولې شامل دي.
له دې سره، په دغو بندیزونو کې په ترکیه کې د حماس دوه چارواکي او یو بل یې چې په غزه کې مېشت دی او له روسیې سره یې په تعاملاتو کې هم برخه لوده، شامل دي.

نور خبرونه

رادیو