د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د چارشنبې په ورځ د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب سره کتلي دي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ملا یعقوب او کاظمي قمي «په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»
د دوی د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د سرحدي همکاریو او افغان کډوالو په اړه بحث په داسې حال کې ترسره کيږي، چې طالبانو د لړم په ۱۰ مه تایید کړې وه، چې افغان کډوال د ایران په پوله کې ویشتل شوي دي.
د طالبانو د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې د ایران پولې ته څېرمه پر افغان کډوالو د ډزو په پايله کې دوه تنه وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان دي.
د بشري حقونو یوې ادارې حال وش، چې له سیستان او بلوچستان څخه خبرونه خپروي لومړی پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.
حسن کاظمي قمي له دې مخکې ادعا کړې وه، چې دا راپورونه حقیقت نه لري.
د ایران دغه دیپلومات د طالبانو د دفاع له وزیر سره له کتنې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.
طالبان وايي، ایران غواړي له دې ډلې سره سیاسي همکاري پراخه کړي.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي له حامد کرزي سره هم کتلي.
په کابل کې د ایران سفارت وايي، حامد کرزي له کاظمي قمي سره په کتنه کې غوښتي، چې د افغانانو د ستونزو د اواري لپاره یو سیمه ییز نوښت وړاندې کړي.