د شین چای له حیرانونکو ګټو خبر وئ؟

۲ ورځې مخکې

که تاسو د شین چای مینه وال یاست او تل شین چای څښئ، ستاسو لپاره ښه خبر دا دی، چې شین چای کولی شي د غوړو خواړو منفي اغېزې له منځه یوسي.

د برېتانیا د برمنګهم پوهنتون یوې طبي څېړنې ښودلې، چې ډېری غوړ خواړه د بدن د غړو فعالیت او مغزو ته د اکسیجن په رسولو کې منفي اغېزې لري.

مګر په چاکلیټ یا شین چای کې موجود فلیونویډونه د ورځینیو فشارونو پر مهال د بدن د غړو فعالیت ښه ساتي.

دغه څېړنه په سالمو ځوانان ترسره شوې او دوی ته یې د سهارنۍ لپاره بېلابېل غوړ خواړه ورکړل شوي او بیا ورپسې د فلیونونډونو څخه بډایه څښاک هم ورکړل شوي دي.

له دې اته دقیقې وروسته د یادو ځوانانو د مغزو ازموینه شوې او بیا د اتو دقیقو لپاره ارام ورکړل شوی.

د مغزو له ازموینې وروسته د ارام پر مهال د دوی د وینې جریان، د عضلاتو او مغزو د فعالیت هم معاینه شوې ده.

د څېړنې پایلې ښودلې، چې د ازموینې په بهیر کې د دې اشخاصو د زړه درزا او د وینې فشار په هغه ډول لوړ شوی په کوم ډول چې د ورځینیو فشارونو پر مهال وي.

پایلو دا هم ښودلې، چې د ازموینې په جریان کې د دې اشخاصو د زړه ضربان او د وینې فشار په ورته ډول لوړ شوی، لکه څنګه چې موږ د ورځبني فشار پرمهال تجربه کوو.

د څېړنې له مخې، د فشار پر مهال د ډېرو غوړو خوړو خوړل د عضلاتو پر فعالیت منفي اغېزې کوي او دا اغېز تر یو نیم ساعت پورې دوام کوي.

مګر شین چای او چاکلیټ د عضلاتو په فعالیت باندې د منفي اغېزو په مخنیوي کې مرسته کوي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د امریکا د اوهایو ایالت پوهنتون له خوا په ترسره شوې یوې څېړنه کې ویل شوي وو، چې د شین چای څښل که خپل ورځینی عادت کړو، د وینې د شکرې ناروغۍ کچه راټیټوي او د شکرې دویم ټایپ خطر کموي.

همدا راز د شین چای څښل د معدې د روغتیا لپاره هم ښه دی.

په څیړنه کې شاملو اشخاصو د یوې میاشتې لپاره شین چای وڅښل اږ په پایله کې د دوی د وینې د شکر کچه راټیټه شوه او د معدې په پړسوب کې هم کمښت راغلی وو.

که څه هم په موږ کې زیاتره د شین چای مینه وال یو، خو وروسته له دې چې په دې ګټو پوه شو، شین چای به نور هم په مینه او لېوالتیا څښوو.

نور خبرونه

رادیو