ژوند او روغتیا؛ د سرطان هغه نښه چې ناروغان یې ۳ میاشتې مخکې تجربه کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱

هېڅوک نه شي کولی چې د سرطان د تشخیص لپاره چمتو شي او ډېری وختونه د دې ناروغۍ تشخیص په ځنډ کیږي.

مګر د کاناډا یوې طبي څېړنې دا ښودلې، چې یوه نښه شته چې د سرطان په ډېری ناروغانو کې د ناروغۍ له تشخیص څخه ۳ میاشتې دمخه څرګندیږي.

د کاناډا د طبي ټولنې په مجلې کې خپرې شوې څېړنې موندلي، چې د سرطان یو پر درېیمه برخه ناروغان د تشخیص څخه ۹۰ ورځې مخکې دغه حالات تجربه کوي.

د څیړنې له مخې، ۳۵ سلنه ناروغان د سرطان له تشخیص څخه ۳ ماشتې مخکې د روغتون بیړنۍ څانګې ته تلو ته مجبوره کیږي.

په دغې څېړنه کې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د انټریو ښار د یو شمیر هغو کسانو معلومات څېړل شوی چې وروسته په هغوی کې سرطان تشخیص شوی دی.

په دغې څېړنه کې د ۶۵۱ زرو څخه د زیاتو ناروغانو طبي اسناد لیدل شوي، له دې اسنادو دا معلومه شوه چې له دې شمېر څخه ۲۲۹ زره او ۶۸۳ ناروغان د سرطان له تشخیص درې میاشتې مخکې د روغتون بیړنۍ څانګې تته مراجعه کړې.

د دې ناروغانو ۵۱ سلنه په روغتون کې بستري شوي، په ځینو کې داسې نښې ښکاره شوې چې وروسته یې د سرطان تشخیص سره تړاو درلود.

څېړونکو وویل، چې هغه ناروغان چې د ځيګر، دماغ او کولمو د سرطان ډولونه لري ډېر احتمال لري چې دا نښې تجربه کړي.

څیړنې دا هم موندلې، چې په هغو کسانو کې چې په کلیوالو یا غریبو سیمو کې ژوند کوي د دې حالت احتمال ډیر دی.

د څیړونکو په وینا، د روغتونونو بیړنۍ څانګه په ډېرو کسانو کې د سرطان په تشخیص کې مهم رول لوبوي.

نور خبرونه

رادیو