سویډن د نړۍ لومړی له سګرټو څخه پاک هیواد شو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱

سویډن چې د اروپا پنځم لوی هېواد دی په نړۍ کې له سګرټو څخه پاک لومړی هیواد شو.

سویډن په رسمي توګه د نومبر په ۱۳مه دغه ویاړ خپل کړ.

د سویډن د روغتیا وزارت د اوسنیو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۴،۵ سلنه خلک سګرټ کاروي، چې د نړۍوال معیار له ۵ سلنې څخه کم دی، مطلب دا چې له دې شمېر څخه کم سګرټ کاروونکي هېوادونه له سګرټو څخه پاک بلل کیږي.

په اروپا کې د سګرټ څکونکو شمېر ۲۴سلنه دی، چې د سویډن په پرتله ۵چنده زیات دی.

هغه رضاکاران چې د سګرټ کارولو د زیانونو د مخنیوي لپاره کار کوي وايي، چې په سویډن کې د دغه بریالیتوب راز له سګرټ څخه د خلکو د لرې ساتلو په برخه کې د حکومت ښه پالیسي ده.

له سګرټو څخه د سویډن د پاکولو یو لارښود ډیلن هیومن وایي، له سګرټو څخه د سویډن پاکول د عامې روغتیا په برخه کې یو ستر پرمختګ دی، چې په سویډن کې د تمباکو د کنټرول د پالیسیو مثبتې پایلې څرګندوي.

د هغه په وینا، په ۱۹۶۰ لسیزه کې، په سویډن کې تر نیمایي ډېرو نارینوو سګرټ کارول او حکومت د نیکوتین، ویپ او نورو تنباکو محصولاتو د کارولو مخنیوي او د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره مقررات رامینځته کړل.

ډیلن هیومن وایي، سویډن له سګرټو څخه پاک د نړۍ لومړنی هېواد شو، دا د ټولې نړۍ لپاره هیله ده او دا یو اغیزمن ثبوت دی چې د عامې روغتیا په برخه کې عملي او روښانه فکر کولی شي ګټورې پایلې ولري او د خلکو ژوند وژغوري.

نور خبرونه

رادیو