ژوند او روغتیا؛ څنګه له سردردۍ څخه په امن پاتې شو؟

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱

د سر درد په ځانګړې توګه نیم سري یا هم میګرېن یوه ډېره عامه مساله ده.

سر دردي زموږ پر ورځینیو چارو منفي اغېزې کوي او د میګرېن لپاره لا هم درملنه نه شته.

له دغه درد سره د هر کار ترسره کول خورا ستونزمن کېږي او په دې هېڅوک نه پوهیږي چې کله به ورسره مخ شي.

که څه هم تاسو نه شئ کولئ له دې درده ځان په کامل ډول وژغورئ، خو د ځینو لارو چارو له لارې کولی شی په کافي اندازه له دې درده ځان وساتئ.

لمرینې عینکې وکاروئ

تېزه روښنایي هر چېرته وي او ډېری خلک له دې امله له میګرېن یا نیم سري سره مخامخ کېږي.

که تاسو له روښنایي سره حساسیت لری، نو له طبیعي او مصنوعي روښنایي سره تاسو سر درد کیدلی شئ.

د دې خطر د مخنیوي لپاره تاسو کولی شئ لمرینې عینکې وکاروئ.

دغه عینکې د تیزې رڼا تر څنګ د لمر د نیلي شعاع مخه هم نیسي.

په ځان فشار مه راوړئ

تاسو شاید پوه نه شئ، مګر د ۷۰ سلنې څخه ډېر د میګرېن یا نیم سري قضیې د فشار له امله رامنځته کېږي.

که څه هم له فشار څخه د ځان ساتل امکان نه لري، خو تاسو کولی شئ تر ډېره یې کنټرول کړئ.

ژوره ساه اخیستل، په تازه هوا کې ګرځېدل او نورې ډېرې لارې چارې د فشار د شدت په کمولو کې مرسته کولی شي.

د خپلو کارونو لپاره مهال وېش جوړ کړئ

د هغو خلکو لپاره چې نیم سري لري اړینه ده، چې د خپلو کارونو لپاره منظم مهال وېش ولري.

که چېرې منظم مهال وېش ونه لري نیم سري یې ډېریږي.

د همدې لپاره ورځینۍ چارې باید په منظم ډول ترسره شي.

په یوه مشخص وخت باید ویده شئ او همدارنګه په یوه وخت باید له خوبه ویښ شئ.

د دې ترڅنګ د ورزش او د خوړو وخت هم باید منظم واوسي.

له تېزو بویونو څخه ځان وساتئ

د ځینو خوراکي توکو یا هم عطرونو تېز بوی هم د سر دردۍ لامل کېدلی شي.

که څه هم له ښه بوی څخه ځان ساتنه اسانه نه ده، خو تاسو باید خپل ماحول د خپل ځان د صحت لپاره منظم برابر کړئ.

که امکان یې وي د کافي دانې له ځان سره وساتئ.

د کافي بوی سره د نورو بویونو اغېزه کمېږي.

یعنې د کافي په بویولو سره له نیم سري څخه تر ډېره ځان ساتلی شئ.

سپورټ وکړئ

سپورټ د خپلو ورځینیو چارو یوه برخه وګرځوئ.

سپورټ کولو سره ستاسو بدن څخه یوه کیمیاوي ماده اخراج کېږي، چې له نیم سري سره مبارزه کولی شي.

سپورټ ستاسو د بدن فشار هم کموي، خوب مو ښه کوي چې له دې سره له میګرېن څخه ساتل کیږئ.

خپل د خوب خیال وساتئ

هغه خلک چې لږ خوب کوي ژر په میګرېن اخته کېږي، ښه خوب کول له میګرېن سره ښه مبارزه ده.

د همدې لپاره هره شپه باید له ۷ څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ.

نور خبرونه

رادیو