د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی

۲ ورځې مخکې

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې تېر ماښام د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی.

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ نن چهارشنبه د (لړم ۳۰مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېر ماښام د غرني قره باغ ولسوالۍ په کروسای سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړنکي موټر او دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی.
طالبانو ویلي، چې دغه پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
تر دې وړاندې هم له کابله د افغانستان لویو ښارونو ته په غځېدلو لویو لارو د سورلۍ د ګاډو او باروړونکو لاریو د ټکر په پېښو کې سلګونه افغانان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان او ګوډ و مات شوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ورځ تر بلې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاتې شوې، چې ډیری مهال د طالبانو نظامي موټرو هم د بې احتیاطۍ له امله خلک په موټرو وهلي او یا یې د هغوی پر موټر خپل نظامي موټر ور ځیژولي دي.
ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه، له حکومتي موټرو سره بې پامي، د چپ لاس موټر، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او کنډې کپر سړکونه په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو او ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې لاملونه بلل شوي، چې له بیا، بیا هڅو سره یې د طالب چارواکو له لوري مخه نه ده نیول شوې.

نور خبرونه

رادیو