د ملګرو ملتونو چارواکی: افغان مېرمنې دامهال زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري

AP ۱۴۰۳ لړم ۳۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري.

سټيفن روډریکوز د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټیفن روډريکوز د سې شنبې په ورځ په ټوکيو کې له اين ایچ کې ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو سخت دريځ حالت نور پېچلی کوي.

هغه زياته کړې: « خلک د طالبانو له لوري د ميرمنو په وړاندې سخت دريځ له ټولنې څخه د ښځو د مخ او غږ له منځه وړل بولي او دا وضعت نور هم سختوي.»

طالبانو د همدغه کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له ميرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

سټيفن په دې مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې د طالبانو دغه کړنه به د ښځو وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

نوموړي ويلي، چې د نړېوالې ټولنې پاملرنه اوکراين او منځني ختيځ ته ډېره شوې، له ۲۰۲۱ کال راهيسي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمي شوې او سږ کال د افغان ښځو لپاره د کار او د هغوی د ژوند ملاتړ لپاره د تمويل کچه هم نيمايي ته را ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، دا مهال افغان مېرمنې زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري.

سټيفن ويلي: « موږ د غزې، اوکراین، لبنان او داسې نورو په اهميت پوهيږو، خو دا هم غواړو، چې په افغانستان کې څه روان دي که یې په همداسې نازک او ناسم حالت کې پرېږدو هر څه به له لاسه ورکوو او په پنځو کلونو کې به بيا هغه ځای ته ورسيږو ، له کومه خایه مو چې پیل کړی و.»

په افغانستان کې د ميرمنو پر ناسم وضعت افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او نړيوالو اندېښنې ښودلې او په پرله پسې توګه يې له طالبانو غوښتي، چې د ميرمنو په برخه کې په خپلو پاليسیو کې تغیير راولي.

په افغانستان کې واکمن طالبان د ښځو د زده کړو او کار مسالې خپل داخلي موضوعات يادوي او وايي، چې هر څه د «شریعت» په چوکاټ کې تر سره کوي.

نور خبرونه

رادیو