د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۹

د رویا سادات په ډایرکټرۍ د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د دوشنبې په شپه د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغه فلم مسوولینو ویلي، چې د دغه مستند فلم جوړول په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پر مهال پیل او په روان کال کې پای ته ورسید.

یو شمېر ډیپلوماتانو او په بروکسل کې داروپا د پارلمان غړو د «لبه تیز صلح» فلم ولید.

دا فلم د افغان مېرمنو د مبارزو یو تصویری او الهام بخښونکی داستان بلل شوی دی.

د دې مستند فلم جوړونکو دا یو «پیاوړی تصویري سند» بللی، چې " لیدونکي د سولې د خبرو په شاوخوا کې پټ او ښکاره واقعیتونو سره مخامخ کوي."

«لبه تیز صلح» مخکې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د هالیوډ مشهورې اداکارې مرل سټریپ له خوا معرفي شو.

دا فلم د رویا سادات په ډایرکټرۍ او لزلي توماس پروډیوسرۍ جوړ شوی، چې د خانه فلم رویا او میرا سټډیو ګډ تولید دی.

تر دې مخکې دغه فلم په کاناډا او هند کې په جشنوارو کې ښودل شوی و.

نور خبرونه

رادیو