د ایران پولیسو درې هغه پاکستانیان نیولي چې د بونګې لپاره یې افغانان یرغمل کول او د هغوی له کورنیو یې پیسې اخستې.
دغه درې تنه پاکستاني وګړي په تهران کې نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی.
د ایران د اعتماد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دا درې تنه پاکستانیان «اګاهۍ ادارې» ته د یوه افغان له شکایت وروسته نیول شوي دي.
یاد افغان شکایت کړی چې « په کار پسې ګرځېدم چې درې کسانو راته وویل چې د باغ ساتنې لپاره یې ګوماري، خو هغوی زه بندي کړم، چې ښايي لس نور کسان هم هلته وو».نوموړي زیاته کړې چې « له نورو یرغمل شویو کسانو سره مې خبرې وکړې، له یوې تر دریو اونیو بندیان وو».
یاد افغان ویلي چې د پیسو له ترلاسه کولو وروسته دوی زندانیان نه خوشي کول.
دغو پاکستانیانو په خپل اعتراف کې ویلي چې افغانانو څه وخت مخکې دوی یرغمل کړي وو او ددوی له کورنیو یې بونګې غوښتې.