د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییزې مشرې سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان داخلي روغتیايي سیسیټم تجهیز او تقویه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه «د لړم۲۸مه» پر خواله رسنۍ اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان له پلاوي غوښتي چې د درملو په برخه کې دې کورني روغتیايي سکتورونه غښتلی کړي څو د افغانستان صحي مرکزونه تمویل او افغانان له روغتیايي پلوه پرځان بسیا شي.
امیرخان متقي د روغتیا سازمان له پلاوي غوښتي چې د پولیو او نورو ناروغیو د معاینې لابراتوارونه دې په افغانستان کې جوړ او فعاله شي.
د طالبان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي دسعودي عربستان په جده کې د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» په نوم د وزیرانو څلورمې وروستۍ ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادې سرچینې په وینا، حنان بلخي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به له داخلي صحي بنسټونو سره له نږدې کار کوي څو هغوی تقویه او تجهیز شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د بېل ګېټس بنسټ د نړېوال انکشاف رییس کرېستوفر جې الیس په خپل وار سره وویل بنسټ یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د پوليو يا ګوزڼ د ساري او خطرناکې ناروغۍ د لهمنځه وړلو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.»
په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ناستې په وروستۍ برخه کې د افغانستان لپاره د یونېسیف مسوول هم خبرې وکړې او ویې ویل چې اداره یې د طالبانو له حکومت سره کار کوي څو نړیوال بانک چمتو کړي چې له پنجشیره کابل ته د پاکو اوبو دلیږد پروژه پلې شي.
د روغتيا نړيوال سازمان د دې ليدنې د جزئياتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.
په کور دننه او بهر ډېرو د طالبانو د روغتيايي سیسټم پر ناسم حالت او وضیعت نيوکې کوي، چې پر وخت خلکو ته خدمات نه شي برابرولای.
نړيوالو هم په افغانستان کې د روغتيا پر ناسم سيستم اندېښنه ښودلې.