ملګري ملتونه: واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی ننګوي

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې سړه هوا او واورې روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاس رسی ستونزمنوي.

دغه سازمان وايي، سږ کال یې د استرالیا په مرسته ۲،۴ میلیونه افغانانو ته چې ډېری یې ښځې دي، د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د دوشنبې په ورځ «د لړم ۲۸مه» په خواله رسنۍ اېکس په یوه یادښت کې اعلان وکړ، چې د ژمي په موسم کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي اړوند ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په ټول افغانستان کې په اتو سیمه ییزو ګودامونو کې طبي وسایل زېرمه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، روغتیایی خدمتونو ته د ښځو او میندو لاسرسی، په بیړنیو حالاتو کې د ماشوم د زیږون او د لومړنیو خدمتونو لپاره د ماهرو کارکوونکو د شتون په ګډون، کمښت راغلی چې د مړینې او نورو ناروغیو د زیاتیدو لامل کیږی.

دغه سازمان لیکلي: "موږ له خپلو شریکانو سره د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ښځو او نجونو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو."

دغه سازمان په یوه بل یادښت کې لیکلي چې د روان کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې دوه اعشاریه څلور میلیونه افغانانو ته چې ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې وې، د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د استرالیا هېواد په مالي مرسته د افغانستان له خلکو سره شوې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په افغانستان کې له درې اعشاریه پنځه میلیونو میندو او امیندواره ښځو سره د حیاتي مرستو د برابرولو اعلان کړی و او ټینګار یې کړی و چې امیندواره او تازه میندې شوې ښځې د اوسني بحران له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو