طالبان: تېرو ۷ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ تر یو مېلیارډ ډالرو ډېره سوداګري شوې

۳ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د یو مېلیارد ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې یوازې د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او بیا د یو مېلیارد او ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي و، چې په وږي میاشت کې د افغانستان صادرات له ۷۰.۶ مېليون ډالره زیات شوي؛ خو واردات ۵۷ مېليونه ډالره کم شوي دي.
دغې ادارې ویلي و، چې په وږي میاشت کې یې بېلابيلو هېوادونو ته د ۱۷۳.۹ مېليون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، چې د زمري میاشتې پرتله ۷۰.۶ مېليون ډالره ډېروالی ښیي.
افغانستان تر ډېره وارداتي هېواد دی، چې له دې وړاندې به یې د وارداتو غوښنه برخه له پاکستانه کېده؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاو سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو