د سالنګ لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

‏د سالنګ لویه لاره چې تېره شپه د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار شاوخوا ۸ بجې بېرته خلاصه شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه د لارې د پاکولو ویډیو په خپرولو سره لیکلي، دغه لاره تېره شپه ۸ بجې تړل شوې وه؛ خو نن سهار بیا په ۸:۱۵ بجو بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د هغه په لیکنه کې راغلي، چې اوس‌مهال واوره درېدلې؛ خو د دغه وزارت د پرسونل له‌خوا د لارو د پاکولو لړۍ لاهم روانه ده.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د تګ په وخت له احتياطه کار واخلي او د سفر پرمهال دې له ځانه سره د اړتیا وړ ژمني توکي ولري.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان د سترو ټرانزیټي لارو له ډلې څخه مهمه لاره ده، چې پلازمېنه کابل او د افغانستان سویلي ولایتونه د هېواد له شمال سره نښلوي.
هر کال د ژمي په موسم کې د درنې واورې او بارانونو له امله دغه لاره تړل کېږي، چې ډېر ځله مساپرو ته د سر درانه زیانونه هم اړوی.

نور خبرونه

رادیو