د برتانیا د کارګر ګوند پخواني مشر او د پارلمان خپلواک غړي جېرمي کوربېن ویلي:« دغه ادعا یو ډېر ساده دلیل لري، هغه دا چې ولې د برېتانیا حکومت په غزه کې د نسل وژنې له په رسمیت پېژندلو ډډه کوي.»
هغه وويل:« که داسې شوی وای؛ نو دوی به د وخت په يو ستر جرم کې خپله لاس وهنه منلې وه.»
هغه له برېتانیا څخه وغوښتل، چې اسراییل ته د وسلو پلور بند کړي.
کوربېن د اوږدې مودې راهیسې د فلسطین د حقونو ملاتړی او د اسراییل د پالیسیو سخت نیوکه کوونکی و.
له بل پلوه په سپټمبر ماشت کې برېتانیا اعلان وکړ، چې اسراییل ته یې د وسلو د صادراتو له ۳۵۰ څخه ۳۰ جوازونه ځنډولي دي.
د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمیټې بیا ویلي، چې د غزې په جګړه کې د اسراییل لهخوا د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل، د عامو خلکو مرګ ژوبله او په قصدي ډول د فلسطین په خاوره د وژونکو شرایطو وضعه کول د «نسل وژنې» په معنا دي.
د اسراییل د کړنو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې کمیټې ویلي دي، چې د جګړې له پیل راهیسې اسراییلي چارواکو په عامه توګه د هغو پالیسیو ملاتړ کړی چې فلسطینیان له لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو، اوبو او تېلو څخه بې برخې کوي.