نتنیاهو: د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو سره موافق نه و

۳ ورځې مخکې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د بایډن دولت د ایران بریدونو ته د اسراییل له ځواب ورکولو او دغه راز له نیابتي ډلو سره د مخامخ کېدو سره موافق نه و.
نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د اسراییل په پارلمان کې د وینا پرمهال وکړې.

نتنیاهو وویل، چې د واشنګټن په ځواب کې یې ویلي: «د غبرګون نه ښودل د منلو وړ نه دي او مونږ د ایران د بریدونو ځواب ورکوو».
د اسراییل لومړي وزیر همداراز د ایران پر پوځي اهدافو د دغه هېواد برید ته په اشارې سره وویل، چې دا عملیات د ایران د اسلامي جمهوري د هوایي دفاعي سیسټمونو د له منځه وړلو لامل شو او د بالسټیک توغندیو د تولید په برخه کې د ایران وړتیا ته ریښتینی زیان ورسیده.
اخوا، په اسراییل کې د ټرمپ د راتلونکې ادارې سفیر مایک هاکبي بیا د ایران تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ.
نتنیاهو په کنسټ (د اسراییل پارلمان) کې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې جو بایډن پر غزې، خان یونس او رفح د بریدونو مخالف هم و.
د نوموړي په وینا، بایډن ورته خبرداری ورکړی و، چې پر رفح ښار د برید په صورت کې به د تسلیحاتي مرستو لړۍ بنده کړي او دا کار یې هم وکړ.
د اسراییل لومړي وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ده ته ورته خبرداری ورکړی و: «خو ما ورته وویل، چې په هر حالت کې به دا جګړه مخکې یوسم».
حماس د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د اسراییل په سوېل برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو زره ۲۰۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.
اسراییل بیا د دې بریدونو په غبرګون د غزې په تړانګې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وروسته بیا د غزې په ملاتړ په دې جګړو کې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان هم ښکېل شول.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.
پر غزې د اسراییل په پراخو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د غزې د څه باندې دوه میلیونه نفوس نږدې ټوله برخه په وار - وار بې ځایه شوې او دغه سیمه په پراخه توګه ویجاړه شوې هم ده.
د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د وژل شوو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

نور خبرونه

رادیو