د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د روانې نومبر میاشتې ۲۴مه د حکومت ضد پراخو لاریونونو کې برخه واخلي.
عمران خان د لاریونونو غوښتنه د خپلې ایکس پاڼې له لارې کړې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان تېره شپه چهارشنبه د (لړم ۲۳مه) په خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۴ مه دې اسلام اباد ته ورشي او پراخ لاریونونه دې پیل کړي.
ښاغلي عمران خان له اډیاله زندانه په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې له دغه لاریون یې موخه د پاکستان ایین د ۲۶ مې مادې بیرته په ځای پاتې کېدل، ډیموکراسي او قانون بیرته ژوندي کول، واک بیرته خلکو ته ورکول او ټول بیګناه سیاسي بندیان له زندانونو خلاصول دي.
هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې تر هغې یې چې دا غوښتنې نه وي منل شوې، لاریونونه دې روان وساتي او بیرته دې کورونو ته نه ستنیږي.
بلخوا د خيبرپښتونخوا سر وزیر او د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر علي امين ګنډاپور ویلي، چې د لاريونونو لپاره ټول چمتووالى نيول شوى، هغه وویل چې دا ځل د دغه ګوند د غوښتنو تر پوره کیدو پورې شاتګ نه کوي.
په پام کې ده چې هغه د تحریک انصاف ګوند د پلویانو یو لوی لاریون له پېښوره اسلام اباد ته روان کړي.
د عمران خان د پلویانو لاریونونه تېره میاشت په تاوتریخوالي واوښتل، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د روان کال د تلې په ۱۴ مه وویل، چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې د عمران خان له پلويانو سره په نښتو کې شاوخوا ٨٠ پوليس ټپيان شوي دي.
عمران خان او د پي ټي ای ګوند ځینې مهم کسان د فساد او جنايي جرمونو په تور له څه باندې یوه کال راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله او د پاکستان په نورو زندانونو کې بندیان دي.