د هواپوهنې اداره: په ۲۳ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۴

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم ۲۵ نېټه) په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
تر دې وړاندې هم دغې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو, تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.
د هواپوهنې ادارې له خلکو غوښتي و، چې په ولایتونو کې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو له‌خوا پر ورکړل شویو لارښوونو عمل وکړي او سېندونو ته دې له نږدې کېدو ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو