وزیرستان کې د یوې زورورې چاودنې له امله د ښځو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۴

شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالان وايي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې تېره شپه پر څو کورونو درنه چادونه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي.
د دغې پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.

د شمالي وزیرستان ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله نن پنجشنبه د (لړم ۲۴مه) ویلي، چې تېره شپه د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.
تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي نظر نه څرګند کړی.
ځايي خبریالانو د حمیدالله په نوم د یوه ځايي ډاکتر له قوله ويلي، چې د پیښې ټپیان د ورڅېرمه بنو روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.
په سیمه کې ځينې سرچینې دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید بولي او وايي چې څو کورونه یې ویجاړ کړي دي.
له سیمې څخه ځايي سرچینې وايي، چې د کورونو چتونه راپریوتي او مړي او ټپیان له خاورو لاندې دي، او ښايي د وژل شویو او تپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
پاکستاني استخباراتو ته ځینې منسوبو ټویټر حسابونو بیا ویلي، چې د ټي ټي پي د دوو ډلو تر منځ د اختلافاتو له امله یوې ډلې پر بلې د موټربم برید کړی چې دغه ویجاړي یې رامنځته کړې، خو د سیمې خلک داسې خبرې ردوي او زیاتوي چې برید بې پیلوټه الوتکې کړی.
لاهم نه ده معلومه چې برید هوايي دی او که په ځمکه چاودیدونکي توکي چاودلي، په سیمه کې د ټلیفوني شبکو د بندیدو له امله کره معلوماتو ته لاسرسی ګران دی.
ځايي پولیسو ویلي، چې د دغه برید په اړه د معلوماتو راټولو لپاره د دوی څېړنې روانې دي او وروستي جزییات به له رسنیو سره وروسته شریک کړي.

د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله بیا ويلي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې د حافظ ګلبهادر د قوماندان جهادیار ډلې د بمونو جوړولو مرکز و چې چاودنه په کې رامنځته شوې او په هغه پورې تړلي ۱۳ وسله وال په کې وژل شوي.

نور خبرونه

رادیو