د ریښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې لړزولې دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳

د راپورونو له مخې، نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان ځیني ښارونه زلزلې لړزولي دي.
ویل کېږي، چې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۵.۳ درجې و او مرکز یې د هندوکش غرونه ښودل شوي دي.

د زلزلې څارنې ملي مرکز ویلي، نن چهار شنبه د (لړم ۲۲مه) نېټه له غرمې مخکې د ریښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ګڼې سیمې لړزولې دي.
د زلزلې مرکز په افغانستان کې د هندوکش د غرونو لړۍ ښودل شوې، چې ژوروالی یې ۲۲۰ کیلومتره و.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې نن د کابل ښار زلزلې لړزولی دی.
د دغه اژانس له لوري د زلزلې د زیانونو په اړه تردې مهاله کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د خیبر پښتوخوا ایالت ځینې سیمې زلزلې لړزولې دي.
د زلزلې ټکانونه په اسلام اباد، سوات، ملاکنډ، چارسدې، مانسهره، صوابۍ، مردان، پېښور، چترال، اپر دېر، خیبر، لنډي کوتل، جمرود، تېراه، بونیر او د خیبرپښتونخوا په نورو ښارونو کې حس شوي دی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په پېښور، صوابۍ او ملاکنډ کې د زلزلې تکانونه نسبتا قوي وه او خلک له خپلو کورونو څخه بهر راوتلي دي.
تر دې مهاله په پاکستان کې هم د ننۍ زلزلې د زیانونو په اړه کوم معلومات نه دې ورکول شوي.

نور خبرونه

رادیو