د ارغواني شنبو غورځنګ: د نجونو پر زده‌کړو لګېدلو بندیزونو د یو نسل هیلې مړاوې کړې دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې له زړه بوږنووکی ناورین سره مخ دی.

دغه غورځنګ يه اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتون لګېدلي بندیزونو د یو نسل هیلې او خوبونه له منځه وړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه بندونه نه یوازې له بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده؛ بلکې په راتلونکو کلونو کې د لا شاتګ لامل هم ګرځېدای شي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د هغو زرګونو افغان نجونو لپاره چې یو وخت یې د ډاکټرۍ، انجینیرۍ، او نورو برخو کې د خدمت کولو خوب لیدلی و، دا یوازې د دوی د زده‌کړو مسله نه ده؛ بلکې د دوی د ژوند سره هم تړلې مسله ده.»
خبرپاڼې وړاندې لیکلي، چې د ښوونځیو په بندولو سره طالبانو دغه نجونې له یوه ناڅرګنده راتلونکې سره مخ کړې دي.
د خبرپاڼې په ټکو د طالبانو له راتګ مخکې، د ښځو د سواد کچې، په ښوونځیو کې د شمولیت او په کاري ځواک کې د ښځو د ګډون په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي وو؛ خو اوس دغه لاسته راوړنې له منځه تللې دي.
خبرپاڼه کې راغلي:« که څه هم نړۍوالو سازمانونو، حکومتونو او د ښځو د حقونو مدافعینو د طالبانو د تګلارو پر ضد غبرګون ښودلی؛ خو بیا هم وضعیت تر ډېره حده پر خپل ځای پاتې دی.»
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو سره ودرېږي او د دوی له حقونو دفاع وکړي.

نور خبرونه

رادیو