اسکندر مومني: نور افغان کډوالو نه منو او پر پوله د هر ډول ناقانونه کډوالو مخه نیسو

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، دا چې د کډوالو لپاره له نړۍوالو هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوو؛ نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه منو.

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې د پولو په تړلو سره دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي؛ نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه مني.
نوموړي ویلي، چې د ایران د پولو په تړلو سره به دغه هېواد ته د ناقانونه افغان کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
ښاغلي مومني ویلي، دغه پرېکړه ځکه کوي چې ایران د کډوالو لپاره هیڅ ډول نړۍوالې مرستې نه ترلاسه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د ایران د کرمان ولایت د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې کړې دي.
ښاغلي مومني د کرمان نوي والي ته سپارښتنه کړې، چې په جدي توګه په دغه ولایت کې ناقانونه افغان کډوال راټول او له ایران څخه د هغوی اېستل په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نه منلو خبره کوي، چې د تېر یوه کال راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.
د ایران اوسنی ولسمشر مسعود پزشکیان او کابینه یې د افغان کډوالو په اړه سخت دریځ لري، نوموړي د خپل ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال هم له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې وه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دمګړۍ د سیستان او بلوچستان په لویدیځ کې د افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولې د تړلو عملي چارې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د (تلې په ۲۸مه) نېټه ایراني رسنیو په شمال ختیځ کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سیمه‌ییزې اډې د قوماندان په حواله خبر ورکړی و، چې له افغانستان سره د پولې تړلو سرحدي پروژې اوږدوالی به ۳۰۰ کیلومتره وي او د پلي کولو چارې به یې د ایران د څلورو انجنیري ډلو او د ځمکنیو ځواکونو له‌خوا ترسره شي.
د ایران او افغانستان تر منځ د پولې د بندولو په عملیاتو کې تر څلورو مترو پورې لوړ دیوالونه غځول شوي او د دې ترڅنګ د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي هم په کې کارول کېږي.

نور خبرونه

رادیو