ګوترېش: نړۍوال دې د اقلیمي بدلون د کړکېچ له امله د خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹م کنفرانس ته په اشاره په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د غونډې ګډونوال باید د اقلیمي بدلون له امله د خلکو ستونزې هوارې او د هغوی هیلې پوره کړي.

ښاغلي ګوترېش دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې په داسې حال کې لیکلي، چې تېره ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون ۲۹م کنفرانس پیل شوی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اقلیم بدلون په ۲۹م کنفرانس کې نړۍوالو مشرانو ته مې پیغام دا دی، چې تاسو باید د اقلیم بحران له زیانونو څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ډېر څه وکړئ.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې یوازې تاسو کولی شئ چې د نړۍ د تودوخې د زیاتوالی ۱.۵ درجو ته محدود کړئ.
د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دغه کنفرانس اصلي موضوع ده.
د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمن شویو لسو هېوادونو له ډلې څخه شپږم زیانمن هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په کلنۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص ګډون کړی دی.

نور خبرونه

رادیو