ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې د طالبانو ایډیالوژي به په ټولې نړۍ کې خپره شي

۵ ورځې مخکې

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې خبرداری ورکړی چې د طالبانو نظریه یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې پاکستان او د نړۍ نورو برخو ته هم غځېدلې ده.

ملالې یوسفزۍ د برېتانیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دا نظریه ځکه خپرېږي چې نړۍ یې په وړاندې ګام نه اخلي.

اغلې یوسفزۍ له دې ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، ټینګار وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانې ښځې له "جنستي توپیر" سره مخ دي.

هغې وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو منعه دي.»

يوسفزۍ د افغان ښځو د کار او زده کړې د حق په اړه وويل: «افغانې ښځې ملاتړ ته اړتيا لري، مساوي حقونو ته اړتيا لري او زه وايم چې د ښځو حقونه په خطر کې دي.»

نوموړې زیاته کړه: «زما لومړیتوب د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار حق دی چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. که موږ په افغانستان کې د ښځو لپاره ګامونه پورته نه کړو، موږ به د جنسیتي توپیر د دوام شاهدان واوسو.»

د بشري حقونو دغې فعالې له افغانستانه بهر د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د طالبانو ایډیالوژي یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، په پاکستان کې خپره شوې او موږ د نړۍ په نورو برخو کې هم د دې نظریې د زیاتوالي شاهدان یو.»

هغې خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونو ته د طالبانو "ځواب نه ویل" د دې لامل شوی چې دغه ډله د خپلو چلندونو د پایلو له وېرې پرته پر ښځو ظلمونو ته دوام ورکړي.

یوسفزۍ پرون له سکای نیوز سره په مرکه کې هم د افغان ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه وکړه.

ملالې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته په اشارې سره وویل، «موږ زړورو مشرانو ته اړتیا لرو چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د حقونو څخه ملاتړ وکړي.»

نور خبرونه

رادیو