سي ټي وي نیوز رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د کاناډا پخوانی پوځي ډیویډ لاوري تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لخوا ونیول شو.
لاوري د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د تخلیې پرمهال له ۱۰۰ څخه زیات افغانان له کابل څخه ایستلي وو.
کاناډايي رسنۍ سي ټي وي نیوز د شنبې په ورځ د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړ، چې ډیویډ لاوري د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له پروازه وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو.
لاوري په تېرو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې د خپلې شخصي امنیتي کمپنۍ له لارې مشورتي خدمات وړاندې کوي.
يوې سرچينې کاناډايي رسنيو ته ويلي، چې طالبان له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د لاوري له شتون او فعاليتونو خبر وو.
د کاناډا د حکومت د نړیوالو چارو څانګه، چې د دغه هیواد ډېپلوماتیکې او کونسلګري اړیکې اداره کوي، سي ټي وي نیوز ته تایید کړه چې "په افغانستان کې د یوه کاناډايي له پیښې خبر دي او کاناډایي چارواکي وضعیت له نږدې څاري."
د کاناډا د سفارت کارکوونکي په تخلیه کې له افغانستان څخه وتلي وو او څلور ورځې وروسته کاناډايي سرتیري د لاوري سره د مرستې لپاره کابل ته ورسېدل.
لاوري ته د شاوخوا زرو کسانو لیست ورکړل شوی و، چې کاناډا ته د لیږدولو په تمه وو.
د هغه د ټیم دنده دا وه چې سمدلاسه د هغو خلکو په لیږدولو کې مرسته وکړي چې په هوایی ډګر کې د اعتبار وړ کاناډایی اسنادو سره انتظار وو.
لاوري په لست کې له ۱۰۰ کسانو سره مرسته وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه ووځي.