اوکراین پر مسکو د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

کيف د یکشنبې په ورځ په ۳۴ بې پيلوټه الوتکو سره پر مسکو بريد وکړ، چې دا د اوکراین د جګړې له پيل راهيسې پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو لوی بريد بلل کېږي.

دغه بريدونه د دې لامل شوي، چې مسکو له دريو مهمو هوايي ډګرونو لسګونه الوتنې ودروي.

د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ادارې د یکشنبې په ورځ په دریو ساعتونو کې ۳۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي.

دغه وزارت ويلي: «د روسیې فدراسیون په خاوره کې د کیف رژیم له خوا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو هڅه ناکامه شوه.»

د روسیې د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې د دومودیدوو، شیریمیتیو او ژوکوفسکي هوايي ډګرونو لږ تر لږه ۳۶ الوتنې ځنډولې، خو فعاليت یې بېرته پیل کړی دی.

په مسکو کې یو تن ټپي شوی دی.

مسکو او د ددغه ښار شاوخوا سیمه، د ۲۱ ملیون نفوس په لرلو سره د نړۍ په ګڼ میشتو ښارونو کې شمېرل کیږي.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې د تېرې شپې په ترڅ کې ۱۴۵ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته الوځولې دي.

کیف وویل، چې د دوی هوایي دفاعي ادارې ۶۲ بې پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.

اوکراین همدا راز زياتوي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې یې د وسلو پر یوه مرکز برید کړی دی.

مسکو ویلي، چې په سیمه کې یې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د روسیې په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې نا تایید شوې ویډیو ښیي، چې بې پیلوټه الوتکې پر اسمان الوتنې کوي.

د اوکراین په جګړه کې مسکو او کییف دواړه د یو بل پر وړاندې په بریدونو کې بې پیلوټه الوتکې کاروي.

ایران د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې برخې په اکمالولو تورن دی.

نور خبرونه

رادیو