قطر: په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر د تل لپاره نه دی تړل شوی

۲ ورځې مخکې

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري وایي، چې په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر په دایمي توګه نه دی تړل شوی.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د خپلې اونیزې خبري ناستې پرمهال له رسنیو سره شریکې کړې دي.
ماجد الانصاري وویل، چې په غزه کې د حماس دفتر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب د هڅو د اسانه کولو لپاره جوړ شوی دی.
د هغه په وینا: «که چیرې په دوحه کې د حماس د دفتر د تړلو کومه پرېکړه وشي؛ نو موږ به یې په مستقیمه توګه خبر خپور کړو.»
ښاغلي الانصاري وویل: «د حماس د مذاکرې ډله په دوحه کې نه شته او تاسو پوهېږئ، چې دوی بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.»
د روانې مياشتې په پيل کې د بريتانوي خبري اژانس په يوه راپور کې د يوه امريکايي چارواکي له خولې ويل شوي و، چې امريکا له قطر څخه غوښتنه کړې وه، چې په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر وتړي.
له بل پلوه تازه د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د سې شنبې په ورځ د حماس په شپږو لوړپوړو چارواکو د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړی.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغو بندیزونو کې د حماس د سیاسي دفتر د غړو «باسم نعیم» او «غازي حمد» په ګډون د دغې ډلې د شپږو غړو نومونه یاد شوي دي.

حماس د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «د امریکا د خزانه دارۍ وزارت نوملړ د غلطو او ناسمو څرګندونو پر بنسټ د یادې ډلې د مشرانو د تخریب په موخه جوړ شوی دی.»

نور خبرونه

رادیو