طالبان وایي، په هرات ولایت کې د لرغونو سیمو د بیارغولو چارې روانې دي‏

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۹

‏په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې له فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو د ویجاړۍ مخنیوی وکړي.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېرکال چې کوم اثار د زلزلو له کبله تخریب شوي وو د بیارغولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر احمدالله متقي وایي، د دغو اثارو د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې د دغې ادارې او نورو همکارو بنسټونو په لګښت پیل شوي دي.
هغه ویلي، اوس مهال د هرات جامع جومات، د اختیارالدین کلا، مصلی کمپلیکس او د ګذرګاه شریف کمپلیکس په ګډون د څو مهمو ابدو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
خو په ټوله کې پر طالبانو نېوکې دا دي، چې دغه ډله له لویه سره د لرغونو اثارو پر وړاندې بې پروایي کوي او د دغې ډلې ځیني جګپوړي چارواکي له دغو اثارو سره ضدیت هم لري.
ځیني لرغون پوهان د طالبانو تېر دور ته په اشارې وایي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بامیان د بودا ستره مجسمه په بمونو والوځول شوه.

نور خبرونه

رادیو