د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي، چې «په پایله کې یې ګڼ شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.»
طالبانو په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت ويلی.
د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تمځای کې د چاودنې مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ پوځ منلی.
د دې ډلې ویاند جنيد بلوڅ ويلي، چې دا یو ځانمرګی برید و او هدف يې د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.
د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.