د چین ځانګړی استازی وايي، هېواد یې په افغانستان کې د نفوذ کولو په لټه کې نه دی

۴ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شایو یونګ په یوه مرکه کې ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې د نفوذ سیمې جوړېدو په لټه کې نه دی.

هغه زیاته کړه: «افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالۍ په ډګر د بدلیدو پرځای د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بستر و اوسي.»

امریکايي چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې په افغانستان کې د چین د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې له بګرام اډې څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره چین دغه اډه ولکه کړې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چین هڅه وکړه، چې په افغانستان کې په اقتصادي پروژو او د کانونو، تېلو او ګازو په قراردادونو کې ونډه واخلي.

دغه هېواد له طالبانو سره هم نږدې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې او یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د دغې ډلې سفیر یې منلی دی.

د چين ځانګړي استازي د يکشنبې په ورځ د بېجينګ د نړۍوالو خبرو اترو له مرکز سره په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او هيڅکله به د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې چین په افغانستان کې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې نه دی.

یو شیایو یونګ د افغانستان لومړیتوبونه د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د ملي او اعتدال پالیسي غوره کول وبلل.

همدارنګه نوموړي په ​​افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «د امریکا په شتون کې په افغانستان کې یو یا دوه ترهګرې ډلې فعالې وې، خو اوس په هېواد کې له شلو زیاتې ترهګرې ډلې شته.»

د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ښځو موضوع د افغانستان د ستونزو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده او د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل نه دی.»

نوموړي پر لوېديځو هېوادونو هم نيوکه وکړه او زياته یې کړه: «د بشري حقونو د تامین لپاره بايد په افغانستان کې د فقر، لوږې او قحطۍ مسلې ته پام وشي.»

د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه وګړي له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.

یو شیایو یونګ وویل، چې هغه د افغانستان له واکمنې ډلې سره له چین څخه د یو میلیارد چینايي کرنسۍ (یوانو) بشري مرستې چمتو په اړه سلا مشورې کوي.

هغه وويل، چې د دې مرستو يوه برخه به افغانستان، پاکستان او ايران ته هم ځي، څو خپل هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لپاره زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې له افغانستان سره ٤٧٠ ميليونه يوانه مرسته کړې ده.

يو شيایو یونګ ټينګار وکړ چې په دې موده کې يې له افغانستان سره د مرستې په کولو سره د دغه هېواد د ګډوډیدو مخه نيولې ده.

د چين ځانګړي استازي په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو له کړنو هم دفاع وکړه او ويې ويل، چې په دې موده کې له افغانستان سره په ګډو هڅو او د کډوالو د ډله ييزې وتلو مخه نيول شوې او وضعيت د ښه کېدو په حال کې دی.

دغه لوړپوړي چینايي ډیپلومات دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو د وضعیت د کنټرول، له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې ښه فعالیت کړی دی.

هغه له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د کړاونو او ورانيو اصلي مسووليت ومني او د افغانستان په بيارغونه کې دې پر خپل مسووليت ټينګار وکړي.

نور خبرونه

رادیو