ترکیه د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ۱۰ مرکزي او ولایتي ریسانو او کارکوونکو ته روزنه ورکوي.
د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کارکوونکي به ترکيه کې د پېښو او زلزلې د مديريت په روزنيزه دوره کې ګډون وکړي.
د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دغه څو ورځنۍ روزنيز کورس کې به د ګډون کوونکو هېوادونو استازي له يو بل سره خپلې تجربې شريکې کړي.
طالبانو په داسې حال کې په دغه روزنیز کورس کې د ګډون لپاره د خپلو کارکوونکو د استولو اعلان کړی، چې دغه ډله په وروستیو کلونو کې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان کې د سېلابونو اوپه هرات د زلزلې په ګډون د ډېرو طبیعي پېښو په مدیریت کې پاتې راغلې ده.
تېر کال د هرات ولایت کې زورورې زلزلې او د هغې وروسته ټکانونو مالي او ځاني زیانونه واړول، خو د عامو خلکو او نړۍوالو مرستو سره سره، د زلزلې قربانیان د میاشتو لپاره بې برخلیکه پاتې وو.
همدارنګه په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان کې له ویجاړونکو سیلابونو وروسته د طالبانو پر فعالیت پراخې نیوکې وشوې.