د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ چهارشنبه د (لړم ۱۶مه) د دغه هیواد د کرج په قزل حصار زندان کې د درېیو افغانانو په ګډون ۱۱ بندیان اعدام کړل.
د ایران د بشري حقونو سازمان نن پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران حکومت د درېیو افغان وګړو په ګډون د دغه هیواد په کرج کې ۱۱ تنه په بیلابیلو تورونو په دار ځړولي دي.
دغه سازمان د درېیو افغانانو هويت څرګند کړی او هغوی یې د محمد حسن بیات، اجمل عزیزي او محمد تاجک په نومونو یاد کړي دي.
یاد سازمان ویلي، چې دغه ۱۱ تنه په جلا، جلا قضیو کې لکه «قصدي وژنې»، «مخدره توکو قاچاق» او «جنسي تیري» په تور په اعدام محکوم شوي وو، چې د کرج په قزل حصار زندان کې په دار څړول شوي.
د دغو ۱۱ بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
حال وش ویبپاڼې تېره ورځ سې شنبه خبر ورکړی و، چې د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون د سیستان او بلوچستان ولایت دوه زندانیان او درې تنه نور بندیان د نشهيي توکو د قاچاق او نورو تورونو له امله په دار ځړول شوي دي.
په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.
د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.