د مقاومت جبهې په بدخشان کې د یو طالب د وژلو خبر ورکړ

۴ ورځې مخکې

د مقاومت جبهې د بدخشان ولایت په ارګو او کشم ولسوالیو کې په دوو جلا - جلا عملیاتو کې د یوه طالب د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

یادې جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې لومړی برید یې د طالبانو پر یوې ګزمې په کشم ولسوالۍ کې کړی، چې په کې دوه طالبان ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د مقاومت جبهې جنګیالیو دویم برید بیا د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې کړی، چې یو طالب په کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې د مقاومت جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې جبهې په تېرو پنځلسو ورځو کې د ۳۸ طالبانو د وژلو او د ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد شمېر طالبانو ته په کابل، هرات، بدخشان، پروان، کاپیسا، فراه، بادغیس او بغلان ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
طالبانو بیا تر اوسه پورې د مقاومت جبهې د دغو بریدونو په اړه هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې دغه ادعاوې تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دغو بریدونو مسوولیت ډېری وخت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

نور خبرونه

رادیو