د بشري حقونو د فعالانو اتحادیه: نړۍواله ټولنه دې د طالبانو پر جنایتونو چوپه نه پاتې کیږي

۶ ورځې مخکې

په پکتیا ولایت کې د طالبانو له خوا د یو کس له اعدام وروسته د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، څو د طالبانو د جنایتونو پروړاندې چوپه پاتې نه شي.

دغې اتحادیې د شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک اقدامات د نړۍوالې ټولنې د اصولو خلاف دي او د بشري حقونه اعلامیه نقضوي.
دغې اتحادیې د افغانستان اوسني ناورین ته د رسیدګي په موخه د نړۍوالو د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه او ټینګار کوي، چې باید د ورته پېښو د مخنیوي لپاره بېړنۍ حل لارې په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ګردیز ښار په ورزشي لوبغالي کې یو کس د زرګونو خلکو د سترګو په وړاندې اعدام کړ.
د طالبانو د کورنیو او د کډوالو چارو وزیرانو په ګډون لسګونو لوړپوړي چارواکي هم د دې اعدام د نندارې لپاره لوبغالي ته ورغلي و.
د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
ملګرو ملتونو له یادې ډلې په عام محضر کې د مجازاتو او اعدامونو د ژر تر ژره بندولو غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې بیا د یاد کس د اعدام پر مهال د طالب چارواکو په حضور نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «د اعدام له بهیر څخه ننداره د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ډله د تاوتریخوالي تږې ده.»
طالبانو بیا وار - وار سره ویلي، چې دوی په افغانستان کې اسلامي شریعت پلي کوي.
د یادې اتحادیې په خبرپاڼه کې راغلي: «له تاوتریخوالي او وینو تویولو څخه د طالبانو ننداره دغې ډلې ته د تفریح په شان ده.»
د یادولو ده، چې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال هم خلک په ښکاره توګه په ورزشي لوبغالو کې اعدامول.
یادې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې پنځه کسان اعدام کړي دي او ویل کېږي چې د اعدامونه ۳۰ نور حکمونه هم د ملا هبیت الله تایید ته په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو