حال وش: د ایران په خاش سیمه کې یو افغان په ډزو ووژل شو

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۶

حال وش وېب پاڼې خبر ورکړی، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په رودکي سړک د نامعلومو وسله والو له خوا یو افغان وژل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، وژل شوی کس لاس پلورونکی و او د سې شنبه په ورځ (د لړم ۱۵مه) په شپږو مرمیو وویشتل شو.

د حال وش په وینا، د دغې پېښې قرباني یو افغان لاس پلورونکی او د منځني عمر درلودونکی کس و.

حال وش وويل: «پرون ماښام د رودکي پر سړک د خاش د سراوان په څلور لاره کې يو افغان چې لاس پلورونکی و، د وسله والو کسانو له خوا په نښه شو او د شپږو مرمیو په لګېدو سره مړ شو.»

تر اوسه د وژل شوي کس د هويت، عاملينو او د وژنې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو او د دغه هېواد رسمي رسنیو تر اوسه په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې سیمه کې د کډوالو د وژلو موضوع نوې نه ده او تر دې مخکې هم د روان کال د وږي په میاشت کې په سیستان او بلوچستان کې یو افغان د وسله والو په ډزو وژل شوی و.

نور خبرونه

رادیو